د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د بحرېن د كورنيو چارو وزارت دبحرينی عوامو په فعاليت باندې دڅارنې او د هغوی د نيولو لپاره د دغه هېواد دښارونو او كليو په فضا كښې لوې لوې فوځی او جاسوسی بالونونه پرېښودی دی.
دغه بالونونه چې په ډېرو اوچتو او حساسو كېمرو باندې سنبال دی د كارپېژاندواو څارونكو په قول آل خليفه دغه بالونونه له صهيونېسټ رژيم څخه اخېستی دی. ځكه چې دغه بالونونه په كامله توګه د هغو بالونونو په شان دی چې اسرائيليان ترې د فلسطين او لبنان د مقاومت د ځواكونو په خلاف دجاسوسۍ لپاره استفاده كوی.
د يو بل رپوټ له مخې د بحرېن انصاف غوښتونكو خلقو د آل خليفه د ډېكټېټر رژيم په ځپونكواقداماتوباندې د احتجاج په دوام كښې د هېواد په مختلفو سيموپه تېره بيا په ستره جزيره، شهركان ړ السنابس ړ الدير او منامه ښارونو كښې مظاهرې وكړې.
د آل خليفه ځواكونو له زهرجن ګېس او ساچمه ای وسلو څخه په استفادې سره په مظاهرچيانو حملې وكړې.
په همدې لړ كښې د فرورۍ د څوارلسمې نومې ائتلاف د بحرېن له عوامو څخه وغوښتل چې له نيول شويو شخصيتونو څخه د ملاتړ د اعلان له لپاره دې ((د مشرانو د ازادۍ لپاره)) نعرو سره احتجاجی مظاهرې وكړی.
له بلې خو د بحرېن عدالت د بحرېن د بشری حقوقو د مشر نبيل رجب په دوسيه باندې غور د اګست ٥ نېټې ته وځنډوۀ.
1062162