IQNA

له ايكنا څخه د مصری قاريانو او حافظانو كتنه

22:29 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377643
د قرآنی فعاليتونو ډله: د مصری قاريانو او حافظانو ٧٧كسيز پلاوی چې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د دينی او فرهنګی معاروفو او قرآنی چارو د كمیټې په همكارۍ سره ئې ايران ته سفر كړے دے، نن د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) څخه كتنه وكړه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپورټ له مخې: دغه كتنه نن د ايران د قرآنی سازمانونو، ارګانونو او مؤسسو د لیږلو پلاويو د كتنو د لړۍ په دوام كښې ترسره شوه.
د دغې كتنې په پروګرامونو كښې له كورنيو او بين المللی تحريريو څخه كتنه او د قرآنی فعاليتونو د سازمانونو او د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د مسئولانو او چارواكو سره ملاقاتونه او خبرې اترې شاملې دی.
د وئيلو ده چې د مصر د رابلل شويو حافظانو او قاريانو پلاوے پرون د اسلامی انقلاب د ستر رهبر د لوړ روح په نسبت د احترام د ادا كولو او زيارت كولو لپاره د حضرت امام خمينی(رح) پاكې روضې ته لیږدول شوے وو. 1062460

captcha