IQNA

د اسلامی ملګرتيا تنظيم مشر د برما ولسمشر ته ليك/ د مسلمانانو نسل وژنه دې بند شی

18:51 - July 27, 2012
د خبر لمبر: 2378420
نړيواله ډله: د اسلامی كانفرنس مش ښاغلی احسان اوغلو په يو ليك كې د برما ولسمشر څخه وغوښتل چې د لږكيو مسلمانانو مشكلات د حل كړې او د هغو ظلم سره وژنه دې بند كړی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو خبری ايجنسی وام یې نقلوی چې ښاغلی احسان اوغلو په د ليكې كې وويل نسل وژنه كه هر چيرې وی د منلو وړ نه ده خو په داسې حال كې هم د بشری حقوقو مدعيان چپه خوله دی.
ښاغلی اوغلو له برما ولسمشر تين سين وغوښتل چې د مسلمانانو چې د روهنګيا مسلمانانو امنيت او سلامت دې ټينګ كړی او څوك به هغو باندې تيرې ته پری نږدی.
راپورونه وایې د پاكستان په بلوچستان كې هم په سلګونو خلكو د مسلمانانو د عام وژلې په اعتراض كې لاريونونه وكړل او د دې ستر جنايت د عاملانو د محاكمې غوښتنه ېې وكړه.
د تحريك انصاف ګوند مشرانو وويل چې په دې وژله كې ملګری ملتونه او د بشر حقوقو سازمانونه چوپه خوله دی چې دا له بودايانو سره د هغوی ملګرتيا په ډاګه كو ی.
ديلی تلګراف ورځپاڼې هم وليكل د برما د بشر حقوقې فعالې ميرمن آنګ سان سوچی وويل چې ډيرو پلويانو ځكه د هغې له ملاتړه لاس اخيستې چې نوموړې هم د برما د مسلمانانو په عام وژله خوله پټه كړې او په يوه ډول ېې له دې نسل وژنې ملاتړ كړئ.
د آذربايجان هيواد د ديموكرات ګوند مشر سردار اوغلو وويل د بشر ضد د لوې فاجعې عاملان بايد محكمو ته راكش كړل شی ځكه هغوی په لسګونو زره مسلمانان د هغوی د دينی عقيدې له امله وژنی او له مينځه ېې وړی.
ښاغلی اوغلو وويل دا په نړۍ كې د مسلمانان لپاره يو لوی ګواښ دی چې مسلمانان ژوندی په اور كې سوځیږی خو نور مسلمانان ېې ننداره كوی او كه اسلامی هيوادونه خپلې دې نندارې ته دوام وركړی دا پیښې به د نړۍ په ډيرو نورو سيمو كې هم تكرار شی.
ښاغلی اوغلو زياته كړه مسلمانان بايد د اسلامی ملګرتيا سازمان په اسلامی نړيواله اتحاديه بدل او د نړۍ په هره برخه كې له خپلو، سياسی، حقوقی، معنوی او اقتصادی ګټو دفاع وكړی.
د آزربايجان اسلامی حزب، د وجدان له آزادۍ د دفاع او د ينی عقايدو د ملاتړ مركز هم د برما د مظلومو مسلمانانو په عام وژله كې د نړيوالې ټولنې چوپتيا سخته غندلې ده.
هم دا راز په هند كې هم اسلامی ټولنو د بيانيو په خپرولو سره د برما عام وژله او د بشری حقوقو د تش په نوم مدعيانو چوپتيا غندلې.
د اسلامی ايران د سرې مياشتې ټولنې د برما مسلمانانو ته د بشری مرستو د لیږلو خبر وركړی.
1063325
captcha