IQNA

ايران او مقاومت نن د دښمنانو له نرم جنګ سره مخامخ دی – سيد حسن نصرالله

20:56 - July 27, 2012
د خبر لمبر: 2378452
نړيواله ډله: نن د ايران اسلامی جمهوريت او د لبنان مقاومت د جنګ له يو بل ډول سره مخامخ دی چې امام خامنه ای د نرم جنګ په نوم سره ياد كړے دے او امريكا او صهيونېسټ رژيم یې مشری په غاړه لری.
د ايران قرانی خبری اژانس د المنار چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان دحزب الله عمومی سېكتر سيد حسن نصرالله تېره شپه د زمری د مياشتې په څلورمه نېټه د هغې وېنا په ترڅ كښې چې د بېروت په جنوبی ضاحيه كښې په شهيد موسسه كښې د شهيدانو د بچو د فارغ التحصيلۍ په مناسبت وكړه وويل: هر كله چې د شهيدانو د كورنۍ په حقله خبرې كوم نو د هغه نسل په حقله خبرې كوم چې په مقاومت كښې له يو بل سره اوږ په اوږه جنګېدلی او په يو وخت او يو ځاے كښې په شهادت ورسېدل.
سيد حسن نصرالله په دغو مراسمو كښې چې له دريو كالو راهسې هر كال جوړیږی او پكښې په د لبنان د اسلامی مقاومت د شهيدانو په لسګونو بچی شتون لری وويل: مونږ په دې مراسمو كښې د هغو كورنيو په خدمت كښې يو چې خپلې څو د زړۀ ټوټې یې په دې لاره كښې قربان كړې دی او او زما پوښتنه اوس هم دا ده چې ولې وروڼه پرله پسې د شهيدانو له قافلې سره يو ځاے شول؟
د حزب الله عمومی سېكتر دې ته په اشارې سره چې د پېغمبرانو پېروكار همدا ډول د شهادت په لور درومی وويل: په دې ورځ مونږ د هغوی سرلوړو شهيدانو ياد نمانځو او همدارنګ د مقاومت د هغو وړومبنيو ورځو ياد نمانځو چې زمونږ شمېر ډېر كم ؤ او په غريبانه توګه به په لېونتوب سره تورنېدو.
سيد حسن نصرالله تاكيد وكړ چې مونږ يو بل شان مقاومت ته ضرورت لرو، د خپلو ارزښتونو او ايمان د حفاظت لپاره يو كتلوری فكری مقاومت ته، ځكه چې دا ايمان او ارزښت دے چې زمونږ د قوت او كاميابۍ سبب دے.
هغۀ د شهيدانو بچو ته په خطاب كښې وويل: ستاسو پلارانو خداے پاك غوره كړ او څه یې له لاسه ورنكړل، هغوی اخېرت خوښ كړ، هغوی خپله وظيفه ترسره كړه او اوس دا زمونږ وظيفه او ذمه واری ده چې د هغوی لارې ته دوام وركړو. راځئ چې هغې لارې ته چې ستاسو شهيدانو پلارانو غوره كړه دوام وركړو او د خداے پاك په دې مباركه مياشت كښې دا ژمنه او وعده وكړو چې د حق، ايمان اوتقوا مرسته به كوو.
د لبنان د حزب الله عمومی سېكتر همدارنګ د شهيدانو له مېرمنو څخه مننه او د هغوی قدرونه وكړه چې د ځانونو پروا یې ونكړه او د دې باوجود چې د ځوانۍ په جوبن كښې وې د ژوند مسئوليت یې په غاړه واخېست او دغه ستر اجر دې د دوی نصيب شی، خو پكار دی پوهه شی چې دا د دنيا ذخيره ده چې د اخېرت لپاره ترې ګټه اوچته كړی.
سيد حسن نصرالله د خپلې وېنا په اخېر كښې د شهيدانو كورنيو ته وويل: چې پكار دی دا ايمان ولرئ او يقين وكړئ چې سختۍ او مشكلات چې هر څومره اندازه وو اوس یې وخت تېر شوے دے او اوس د بې كچه او بې حده كاميابيو او برياليتوبونو زمانه ده.
1062999

captcha