IQNA

20:56 - July 27, 2012
د خبر لمبر: 2378455

د ملګرو ملتو عمومی سېكتر د بوسنيا د مسلمانانو د نسل كشۍ د قربانيانو قدرونه وكړه

د ملګرو ملتو عمومی سېكتر بان كی مون پرون د زمری د مياشتې په پينځمه نېټه په سربرننيتسا ښار كښې د بوسنيا دمسلمانانو د نسل كشۍ د قربانيانو د يادګار په ځاے كښې په حاضرېدو سره د هغوی د روح قدرونه او احترام په ځاے راوړۀ.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د un.org د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ چې بان كی مون پرون د بوسنيا د ولسمشرۍ د شورا له مسلمان غړی باقر عزت بګووېچ سره يو ځاے د ګلو يووه ګېډۍ چی د سربرنېټسا د مسلمانانو د نسل كشۍ د قربانيانو لېبل پرې لګېدلے ؤ د هغوی په يادګار باندې كېښوده او د هغوی قدرونه یې وكړه.
بان كی مون د ملګرو ملتو وړومبنے عمومی منشی دے چې د بوسنيا د قتل عام د پنیځۀ زره شپږ سوه قربانيانو د دفن ځاے ته چې د نړيوال كيفری عدالت یې نسل كشی نوم ا ېښودې دے حاضر شو.
د ملګرو ملتو عمومی منشی وړمه ورځ د بوسنيا په پارلېمان كښې وويل: ملګرو ملتو د بوسنيا د جنګ په دوران كښې خپله ذمه واری په صحيح توګه نه ده ادا كړې او نړيوالې ټولنې په دغه هېواد كښې د نسل كشۍ له راڅرګندېدو څخه په مخنيوی كښې ماتې وخوړه.
هغۀ همدارنګ د سربرنیټسا ښار د مسلمانانو د نسل كشۍ پېښه د ماډرن تاريخ له بابونو څخه يو ډېر تور باب وبالۀ.
د يادونې ده چې د بوسنيا د صربانو سياسی او فوځی مشران رادووان كارادزيچ او راتكو ملاديچ په دغه هېواد كښې د قتل عام او نسل كشۍ په منظمولو باندې تورن دی او له كلونو كلونو پټېدو نه پس بالاخره د قانون لاسو ته ورغلل او همدا اوس د نړيوال كيفری عدالت لخوا د نسل كشۍ په جرم باندې محاكمه كیږی.

1063264
captcha