د مصر مشهور قاری او د دغه هېواد د اوقافو د وزارت موذن په محمد عبدالحليم نصرالله باندې مشهوری شېخ محمد عبدالحليم محمد سليمان د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب د بيانولو په ترڅ كښې وويل: مونږ د ايران د اسلامی انقلاب له معظم رهبر سره ملاقات وكړ او هغوی يو لړ ارزښتناكې وېناوې وكې چې زما په خيال په كلام كښې صداقت د دغو وېناو يو مهم خصوصيت ؤ او همدغه صداقت د دې سبب شو چې ما په ډېرې مينې سره د حضرت ايت الله خامنه ای مدظله العالی فرمائېشاتو ته غوږ ونيوۀ او د هغوی وېناو ځانته جذب كړم.
شېخ محمد عبدالحليم محمد سليمان وويل: حضرت ايت الله خامنه ای په خپلو وېناو كښې د مصر او ايران د تعلقاتو په بيا شروع كولو باندې تاكيدو وكړ، هغه مسئله چې مونږ یې هم ډېر هركلے وكړ او مونږ به د دې چارې د عملی كولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په كار راوړوو ځكه چې مونږ ټولو د اسلامی امت برخه او د قران شريف له مدفعانو څخه يو او ګډ اهداف او مقاصد سره لرو.
1062515