د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ميانمار د دولت او د بودائيانو په لاس د دغه هيواد د مسلمانانو وژله له تيرو څو مياشتو راهيسې جاری ده خو د بشری حقوقو ادعا كونكو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو تراوسه پورې دغې وژلې ته هیڅ ډول غبرګون نه دے ښودلے.
دغه تجمع سبا د اتوار په ورځ د غرمې له ١٢بجو نه په تهران كښې د ملګرو ملتو د سازمان د دفتر مخې ته ترسره كيدونكې ده.
د وئيلو ده چې تيره اونۍ هم يوه ډله محصلينو په تهران كښې د ملګرو ملتو د سازمان د دفتر مخې ته په راغونډيدو سره په ميانمار يا برما كښې د نسل كشۍ په وړاندې د دغه سازمان په بې تحركۍ باندې نيوكه كړې وه. 1064203