د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په روانه اونۍ كښې د ايران د اسلامی شورا د جرګې د تخصصی كميشنونو د برنامې په هكله د اعلان شويو برنامو له مخې: د بهرنی سياسيت او ملی امنيت د كميشن رئيسه هيئت به سبا يكشنبه د اړوندو مسئولانو په شتون سره په اسلامی بيدارۍ پورې د اړوندو بحثونو د وروستۍ څیړنې لپاره غونډه جوړه كړی.
دغه كميشن همداراز په روانه اونۍ كښې د فارس خليج د سيمې وروستی سټراټيجك تحولات د خپل كار په ايجنډا كښې راوستی دی.
همداراز په دې اونۍ كښې به د اقتصادی كميشن غړی له توليد څخه د حمايت په هكله د روانو مسائلو او ستونزو د څیړنې په موخه په دې لړ كښې د اړوندو مسئولانو كوربانۀ وی.
1063980