IQNA

د ايران د ښځو او كورنۍ د چارو د مركز داخلی او بين المللی برنامې تشريح كیږی

18:56 - July 28, 2012
د خبر لمبر: 2379316
ټولنيزه ډله: د ايران د ښځو او كورنۍ د چارو د مركز رئيس سبا د دغه مركز داخلی او نړيوالې برنامې تشريح كوی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د جمهوررئيس د سلاكار او د ښځې او كورنۍ د چارو د مركز د رئيس خبری ناسته سبا يكشنبه يعنې د اسد يا زمری د مياشتې په اتمه نیټه ترسره كیږی.
په دغه خبری ناسته كښې د ښځو د چارو د مركز د بين المللی فعاليتونو او مصوباتو نه علاوه د دغې كمیټې په دريمه غونډه كښې د ښځې او كورنۍ د ملی كمیټې برنامې هم تشريح كیږی.
د وئيلو ده چې دغه خبری ناسته سبا سهار ٩ بجې په تهران كښې ترسره كيدونكې ده.
1063888
captcha