IQNA

د قرآن كريم په نندارتون كښې د روژې نيولو د آدابو په هكله د اسلامی انقلاب د معظم رهبر كتاب وړاندې شو

18:56 - July 28, 2012
د خبر لمبر: 2379317
د ادب ډله: د اسلامی انقلاب د خپرندوئې لخوا د روژه دارانو د احواله په هكله د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر كتاب د قرآن كريم په شلم بين المللی نندارتون كښې د كتونكو نندارې ته وړاندې كیږی.
د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د خبری كمیټی له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: ((د روژې نيولو آداب او د روژه دارو احول)) نومې كتاب د تيرو ٢٢كالو په اوږدو كښې د روژې په مياشتو كښې د انقلاب د معظم لارښود د ښپارښتنو، نصيحتونو، شننو او وعظونو يوه ټولګه ده چې د نندارتون په دې دوره كښې د كتونكو لپاره نندارې ته وړاندې كیږی.
د قرآن كريم د تلاوت د غونډو جوړولو ته پاملرنه، په ايمانی او اخلاقی ځان جوړونې پورې د اړوندو بحثونو محور ګرځيدل، د استاذانو او محصلينو په شان د مختلفو پرګنو كوربه توب او د هغو ويناؤ او نظرياتو ته غوږ نيول او هغو سره خبرو اترو ته كښيناستل او د روژې د مياشتې د لمونځ كونكو روژتيانو په ټول كښې شتون لرل او د جمعې او جُمعې لمونځ ترسره كول د دغه كتاب له موضوعاتو څخه دی.
1063995
captcha