IQNA

د سپينو زرو په ورقه باندې د نړۍ ترټولو وړوكے قران شريف حكاكی شو

21:58 - July 28, 2012
د خبر لمبر: 2379354
نړيواله ډله: ايرانی هنرمند رائين اكبر خانزاده د سپينو زرو 1.5 ورقه باندې د نړۍ تر ټولو وړوكے قران شريف حكاكی كړو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د The Muslim Times د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، ايرانی هنرمند رائين اكبر خانزاده چې په اوس حال كښې په دبۍ كښې اوسیږی د سپينو زرو 1.5 ورقې باندې د قران شريف د ١١٤ سورتونو په حكاكی كولو سره د نړۍ تر ټولو وړوكی قران شريف يو بل ريكارډ ثبت كړ.
خانزاده د داسې حروفو د لوستلو او ليكلو توان لری چې د له هغې سائز نه دېرش برابر واړۀ دی چې يو عام كس یې د آلې نه بغېر نۀ شی ليدې.
هغه چې له دې استعداد څخه يوازې د قران شريف د ليكلو لپاره استفاده كوی له تېرو دولسو كالو راهسې هر كال يو ځانګړے قران شريف ليكی.
دۀ تېر كال د سروزرو په 21×15 سنټی میټرو دوو ورقو باندې د مكمل قران شريف متن په ليكلو سره په نړۍ كښې د سرو زرو د ترټولو وړوكی قران شريف د ليكلو ريكارډ ثبت كړ.
د خانزاد اوسنے اثر يو وړوكے قران شريف دے چې د شپږو كېلوګرامو په وزن د سپينو زرو په ورقو باندې ليكل شوے دے او په راتلونكې هفته كښې به یې په كویټ كښې مخكتنه كیږی.
د سپينو زرو دغه ورقې د يو كتاب په صورت كښې قالب بندی شوی دی او په ٢٥٠٠ قيمتی كاڼو سره چې ٢٠ قېراطه الماس، ١٠ قېراطه سور ياقوت او شين ياقوت سره ښكلے كړے شوےدے
د سپينو زرو دغه قران دغه هنر مند په لسو مياشتو كښې ليكلے دے چې په ورځ كښې یې پرې لس ګېنټې كار متواتر كار كړے دے.
دغه هنر مند چې له څه آلې نه بغېر هر كال د قران شريف يوه مېناتوری نسخه ليكی له دې نه مخكښې په وېښټه باندې او د وريجو په دانو باندې د قران شريف مبارك ايتونه ليكلی دی. دۀ همدارنګ يو قران شريف په 2×1.5 ملی میټر سائز كښې ليكلے دے.
د دغه ايرانی هنر مند راتلونكے پروجېكټ په يوشمېر جواهراتو باندې د قران شريف ليكل دی چې د روژې په راتلونكې مباركه مياشت كښې به یې مخكتنه كیږی.



1064214
captcha