IQNA

د دبۍ د انعام قرانی نړيوالو سياليو شپاړسمه دوره شروع شوه

21:59 - July 28, 2012
د خبر لمبر: 2379357
نړيواله ډله: د دبۍ د انعام نومې د قران شريف د نړيوالو سياليو شپاړسمه دوره تېره شپه د زمری د مياشتې په شپږمه نېټه د دبۍ د تجارت او صنعت په مركزكښې د دغو سياليو د جوړوونكې كمېټۍ په اهتمام سره شروع شوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اماراتو چاپ د البيان ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، دغه سيالۍ تېره شپه د دبۍ د تجارت او صنعت په مركز كښې د دغو سياليو د كمېټۍ د داورانو په شتون سره له اسلامی او غېر اسلامی هېوادونو څخه د اتو تنو سيالو كسان په سياليو سره شروع شوې.
د دغو سياليو په وړومبۍ شپه له برطانیې څخه عباس عبدالناصر معلم احمد، له بنګلادېش څخه اينول عارفين، له اردن څخه عبدالرحمن محمود فارس خلف، له سری لنكا څخه ظافر عبدالله ظافر ، له مالی څخه حاجی درامی، له ډنمارك څخه احمد محمد ابراهيم حلنی، له يوګېنډا څخه حسن كاتو نجولی او له تنزانيا څخه عمر عبدالله سالم له يو بل سره سيالۍ وكړې.
د عربی اسلامی هېوادونو يو شمېر عالمانو او مبلغانو هم په دغه غونډه كښې ګډون او وېناوې وكړې.
1063853
captcha