IQNA

19:40 - July 29, 2012
د خبر لمبر: 2380148

د ايران خارچه وزارت د تاجكستان په بدخشان كښې په جګړو خواشينی وښودله

سياسي ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندوی د تاجكستان په بدخشان ولايت كښې په وروستيو بدلونونو خواشينی څرګنده كړه.

د ايران د قران نړيوال خبري اژانس (ايکنا) د يو راپور پر اساس، د ايران دخارجه وزارت ويندوی رامين مهمان پرست دتاجكستان په بدخشان ولايت كښې په څو ورځې وړاندې نښتو دخواشينۍ په څرګندولو سره هيله وكړه چې په بدخشان ولايت كښې وروستی جنګونه په چټكې ، په ترټولو كمې وژلې او مالی تاوان سره پاې ته ورسیږی او امنيت او ارامښت بيرته ټينګ شی .
تيره اونۍ وسله والو كسانو د تاجكستان د بدخشان دكورواكه ولايت دامنيت دادارې مشر عبدالله نظراف وواژه .
له دغه پیښې وروسته دتاجكستان حكومتی عسكرو له وسله والو ترهګرو سره د مقابلې لپاره عمليات وكړل چې له كبله یې نښتې وشوې او د دواړو لور يو شمير كسان مړه او ژوبل شول او نښتو هم دوام وكړ .
بل خبر داچې د تاجكستان د بدخشان د كورواكه ولايت وسله وال كسان خپل مقاومت ته دوام وركوی .
ځينې راپورونه وايې د توليب ايمبكو وا وسله والې ډلې دخپلو وسلو په ځمكه كیښودلو سره دمخالفت په ترڅ كښې وويل دتاجكستان له مركزی حكومت سره به جنګ ته دوام وركړی .
داپه داسې حال كښې دی چې دتاجكستان مركزی حكومت هڅه كوی له توليب ايمبكووا وسله والې ډلې سره خپلو خبرو ته دوام وركړی داسې خبرې چې دبدخشان دامنيت ادارې دمشر نظراف له وژل كيدا وروسته دريدلی.
1064799
captcha