د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دې هفتې د جُمعې د نمانځۀ خطبې په هغه جومات كښې چې له پېړيو راهسې د سلجوقی جومات په نامه باندې جوړشوے ؤ او په اوس حال كښې د مذهبی چارو د ډائرېكټر پروفېسرډاكټر مخمد ګورمز لخوا د حاجی حسن آغا په نامه باندې افتتاح شوے دے وړاندې كیږی.
د حاجی حسن اغا جومات د دينی چارو مسئول محمد چليك وويل د دغه جومات موذن چې د اشارې په ژبه پوهیږی كله چې د خطبې متن لوستل كیږی نو دغه خطبې د هغو كسانو لپاره چې خبرې سمې نه اوری د اشارو په ژبه وړاندې كوی.
او همدارنګ د هغو كسانو لپاره چې بالكل خبرې نۀ اوری او ګونګيان دی د خطبې متن د پروجېكټر په ذريعې سره په پرده باندې ښودل كیږی.
هغۀ زياته كړه په دغه جومات كښې د هغوكسانو لپاره چې له هډفون څخه استفاده كوی د اواز مناسب سېسټمونه هم پلان شوی دی.
وی افزود: سيستمهای صدای مناسب نيز برای كسانی كه از هدفن استفاده میكنند طراحی شده است.
1064640