د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د worldstagegroup د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د دغې سيالۍ د كلتوری مسئولې راشده ساليسوپه دې حقله وويل: د دغو سياليو جوړول د اسلام په باره كښې د معلوماتو د زياتولو او د دې مباركې مياشتې له بركتونو او فضيلتونو څخه دلار زياتې برخورۍ لپاره له زده كوونكو سره مرسته ده.
هغې څرګنده كړه: د ٢٠١٢ كال د روژې د مباركې مياشتې د مقاله ليكلو سيالی زده كوونكو ته دا فرصت په اختيار كښې وركوی چې د مقالې له موضوع سره متعلق لا زيات تحقيقات وكړی او له خپل نظره د مسائلو د شننې توانمنی لا پياوړې كړی.
هغې په اخېر كښې وويل چې د روژې د مباركې مياشت په اخېر كښې به ګټونكو كسانو ته يو لړ انعامونه وركړې شی.
د ويلو ده چې د دغې سيالۍ وړومبنۍ مرحله د زمری د مياشتې په ٤ نېټه وشوه او ټاكل شوې ده د قران شريف له قرائت سره متعلق برخه به هم د زمری د روانې مياشتې په لسمه نېټه د نهې په ورځ داوګان صوبې د مدرسو په سطح جوړه شی.
1063959