IQNA

په تائيوان كښې د حلالو لائېسنس لرونكی رېسټورانونه دوه برابر كیږی

19:38 - July 29, 2012
د خبر لمبر: 2380239
نړيواله ډله: د تائيوان د سياحت ادارې د چين د مسلمانانو د انجمن په ملګرتيا سره غواړی له دغه هېواد څخه د چين ، ملېشيا او انډونېشيا دمسلمانانو د بې مثاله هركلی په وجه په دغه هېواد كښې د حلالو لائېسنس لرونكو ريسټورانونو شمېر دوه برابر زيات كړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د thechinapost د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د چين د مسلمانانو لخوا د خپروشويو شمېرنوله مخې لږ ترلږه لسو زرو مسلمانانو تېر كال له دغه هېواد څخه كتنه وكړه چې د تېر كال په نسبت یې شل فيصده زياتوالے لرلے دے.
په وروستيو كلونو كښې به په تائيوان كښې مسلمان سېلانيان له اسلامی كلتور سره د تائيوان د خلقو د نۀ اشنائۍ په دليل د حلالو خوراكونو د برابرولو لپاره له زياتو مشكلاتو سره مخامخېدل او ډېرو كمو رسټورانونو د حلالو څيزونو لائېسنسونه لرل.
په همدې وجه دغه تنظيم فېصله كړې ده چې د دې مشكل د اواری لپاره يو لړ اقدامات وكړی چې د مسلمانو سيلانيانو په اختيار كښې يو لړ ضروری امكانات وركړې شی او د هغوی ضرورتونه په ښۀ ډول پوره شی.
مسئولان هيله من دی چې د كال تر اخېره پورې به په تائيوان كښې د حلالو لائېسنس لرونكی رېسټورانونه دوه برابر زياتوالے پېدا كړی.
1064387
captcha