IQNA

دالجزائر د قران د نړيوالو سياليو نهمه دوره د ٤٥ هېوادونوپه ګډون سره شورع كیږی

19:41 - July 29, 2012
د خبر لمبر: 2380241
نړيواله ډله: د الجزائر د دينی چارواو اوقافو وزارت د روژې د مباركې مياشتې له شلمې نېټې څخه د نړۍ د ٤٥ هېوادونو په ګډون سره د دغه هېواد د قران شريف د حفظ، ترتيل او تجويد د نړيوالو سياليو د نهمې دورې له جوړېدو څخه خبر وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د الجزائر چاپ النهار الجديد ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ دغه سيالۍ د روژې له شلمې نېټې څخه د دنيا له پينځو براعظمونو څخه د ٤٥ هېوادونو په ګډون سره شروع كیږی او د دغه هېواد د ولسمشر په څارنې سره د يولړ مراسمو په جوړدېوسره به ختمې شی.
د الجزائر د دينی چارو د وزارت د قران شريف د زدكړو د برخې مرستيال محند ايدير مشنان څرګنده كړه د الجزائر د قران شريف سيالۍ به له دې مخكښې په سيمه ايزه شكل كښې كېدې او اوس دغه سيالۍ په نړيواله سطح جوړیږی.
هغۀ څرګنده كړه د دغو سياليو د داروۍ په كمېټۍ كښې له الجزائر، اردن او سينیګال څخه يوشمېر داوران شتون لری چې د سيالی كوونكو په سياليو باندې به څارنه كوی.
1064936
captcha