IQNA

د بحرين سياسی فعال د خلكو د شكنجو د تحقيق غوښتنه وكړه

20:38 - July 29, 2012
د خبر لمبر: 2380257
نړيواله ډله: د بحرين سياسی فعال د ال خليفه رژيم په بندی خانو كښې د سياسی بنديانو د شكنجه كيدا په باره كښې د نړيوال تحقيق غوښتنه وكړه.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له شيعه نيوز ايجنسی اباء یې نقلوی چې د بحرين د اسلامی عمل ټولنې نامتو غړی هشام الصباغ پرون العالم ټيلی ويژن ته په مركه كښې د ال خليفه رژيم په زندانونو او د پوليسو په مركزونو كښې د انقلابيانو شكنجه كيدا ته په اشارې سره وويل دغه رژيم بايد د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو د شورا ځانګړی راپورټ ته اجازه وركړی چې بحرين ته ورشی چې د ال خليفه رژيم د ځواكونو په لاس د بحرين د فعالانو دشكنجه كيدا په باره كښې يو راپور برابر كړی.
هغه د بحرين د خلكو پرضد د ال خليفه ديكتاتور رژيم ځپونكو اقداماتو ته په اشارې سره وويل له خلكو سره د حكومت زیږ چلند به دديكتاتور رژيم په تاوان وی .
دغه راز دبحرين دبشری حقوقو دمركز غړی يوسف المحافظه پرون العالم ټيلی ويژن ته په مركه كښې په دغه هيواد واكمن رژيم پوليسی وباله او ټينګار یې وكړ اكثره سياسی فعالان چې په بحرين كښې بنديان دی په حقيقت كښې تښتول شوی .
هغه په دوام كښې په بحرين كښې دخلكو دتښتولو او وژلې دنويو رودو خبر وركړ او زياته یې كړه په دغه رودې كښې يو سړی څو ورځې بې دركه كیږی او ورپسې دبحرين دكورنيو چارو وزارت دهغه له كورنۍ سره تماس نيسی او ورته وايی چې دخپل زوی دجنازې دترلاسه كولو لپاره ورشی .
دبحرين دبشری حقوقو دمركزی غړی دې ته په اشارې سره چې په بحرين يوه جنايتكاره ډله واكمنه ده وويل دخلكو په كورونو دشپې په وخت حملې او دهغوې ځپل ، دخلكو دناموسو بې حرمتۍ او دخلكو دمالونو او شيانو غلا كول ددغه جنايتكارې ډلې په اقداماتو كښې شامل دی .
دبحرين دمختلفو سيمو خلكو دغه راز دال خليفه رژيم پرضد مظاهرو سره دسياسی بنديانو دخوشی كولو غوښتنه وكړه .
د بحرين عسكرو په مظاهره چيانو حملې سره اعترا ض كونكی وځپل. په بحرين كښې هم د خلكو په ځپلو كښې د سعودی عربستان عسكر نيغ په نيغه لاس لری.
1063766
captcha