سياسی او ټولنيزه ډله: ستر دينی مرجع آيت الله العظمی ناصر مكارم شيرازی پرون په قم كې د اسلامی نړۍ مفتياتو اوعالمانو ته په يوه پرانيستی ليك كې په ځينو اسلامی هيوادونو كې وژلو، ترهه ګرو او ځان مرګو عملياتو ته په اشارې سره ټينګار وكړ دغه جنايتونه د صهونيسټانو، لويدیځی حكومتونو او د هغوی د ګوډاګيانو په لمسونې سره كیږی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله ناصر مكارم شيرازی په دغه ليك كې په چټی پلمو د مسلمان په لاس د مسلمان وژله محكومه كړه او ټينګار ئې وكړ بوږنونكی چلندونه به د قرآن او اسلام پرمختګ ته ستر تاوان ورسوی.
د نړۍ د شيعيانو دغه ستر مرجع د دې خبرې په كولو سره چې د تاريخ په يوه وخت كې د مسلمانانو تر مينیځ تر نن ورځې داسې مخينه نه ده درلودلې روښانه كړه د اسرائيلو رژيم د ځينو اسلامی هيوادونو په مرستې سره په سورئې كې د ماشومانو عامه وژله كوی او په ميانمار يا برما كې هم د اسلام دښمنانو فرصت غنيمت ګڼلی او د مسلمانانو په عامې وژلې بوخت دی.
هغه په دغه پرانيستی ليك كې د اسلامی نړۍ له عالمانو او مفتيانو غوښتی دی په اسلامی نړۍ كې د جنايتونو او د جوتو فتواګانو په وړاندې دې د خپلې چوپتيا په ختمولو سره د دغه جنايتونو چې يوازې د اسلام د دښمنانو او صهونيسټانو په ګټه دی مخه ونيسی او د اسلامی هيوادونو مشرانو ته نصيحتونه وكړی چې د صهونيزم او استعمار د دسيسو په وړاندې دې لوبتكې نه جوړیږی او خپلې اسلامی او انسانی دندې دې وپيژنی.
1066353