د اسلامی هېوادونو د حج او زيارت د وړومبنی نړيوال طبی كانفرنس اجرائی سېكتر امين رضاطباطبائی دايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې دې مطلب ته په اشارې سره وويل: د اسلامی هېوادونو د حج او زيارت په وړومبنی طبی نړيوال كانفرنس كښې د ګډون لپاره د مقالو د خلاصې لېږلو مهلت د چنګاښ په مياشت كښې ختم شوے دے او هغه كسان په دغه كانفرنس كښې یې د مقالو خلاصې قبولې شوی دی پكار دی خپلې اصل مقالې د زمری د روانې مياشتې تر پينځلسمې نېټې پورې د دغه كانفرنس دبيرخانې ته ولېږی.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې د دعوت په موده كښې تقريباً ٢١٠ مقالې دبيرخانې ته لېږلې شوې دی وويل: ١٦٠مقالې د ډاكټرۍ ، پېرامېډيكل او روغتيا په هكله دی او تقريباً پنځوس مقالې د نرسنګ له څانګې سره تعلق لری.
هغۀ وويل په مجموعی توګه د ډاكټرۍ په باره كښې ٤٠ مقالې قبولې شوی دی چې د اصل مقالو په لېږلو سره به په ذكرشوی مهلت كښې دغه مقالې د پوسټر يا وېنا په شكل كښې وړاندې شی.
هغۀ وويل د دغه كانفرنس نېټه د وږی دمياشتې له ١٥ نه تر ١٧ نېټې پورې ده او دغه كانفرنس به د ايران د اسلامی جمهوريت دكورنيو چارو د وزارت د كانفرنسونو په نړيوال مركز كښې جوړیږی او تر اوسه د بنګلادېش، پاكستان، عمان اوتاجېكستان په شان هېوادونو په دغه كانفرنس كښې د ګډون لپاره خپل چمتووالے اعلان كړے دے او له نورو هېوادونو سره په دغه كانفرنس كښې د ګډون لپاره غږملتياوې دوام لری.
1065276