IQNA

د قرآن پاك په نندارتون كښې د قاريانو او مدرسانو د ارزيابۍ د طرحې مطبوعاتی ناسته ترسره كیږی

18:59 - July 30, 2012
د خبر لمبر: 2381169
د قرآنی فعاليتونو ډله: د قاريانو او مدرسانو د ارزيابۍ د طرحې مطبوعاتی ناسته د قرآن پاك په نندارتون كښې ترسره كيدونكې ده.
د قرآن د عالی شورا د ارتباطاتو سلاكار محمدتقی ميرزاجانی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: قرآن كريم د قرائت د استاذانو او قاريانو د ارزيابۍ د طرحې د مختلفو اړخونو د څیړلو او د دغې طرحې د پرمختګ د اندازې د څیړلو او همداراز د دغې ملی طرحې په هكله پوښتنو ته د اړوند مسئولانو د ځوابونو د وركولو په موخه يوه مطبوعاتی او خبری ناسته ترسره كیږی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: دغه غونډه به د دغې طرحې د اجرا كونكی په توګه د قرآن د عالی شورا د مسئولانو او د ارزيابۍ د شورا د ځينو غړيو په شتون سره جوړه شی او د دې طرحې په هكله پوښتنو ته به پكښې ځوابونه وركړې شی.
د قرآن د عالی شورا د ارتباطاتو سلاكار څرګنده كړه: د دغې برنامې وخت او ځائې د ١٣٩١كال د روانې زمری د مياشتې په ١١نیټه يعنې د راروانې شورو يا چارشنبې په ورځ د ماښام ٩:٣٠بجې په تهران كښې د قرآن كريم د بين المللی نندارتون د ترسره كيدو ځائې دے. 1065706
captcha