د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن د طباعت او خپرولو د مركز د ارتباطاتو او اجرائی مدير محمدبابائی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې د قرآن كريم د بين المللی نندارتون په شلمه دوره كښې د دغه مركز برنامو ته په اشارې سره ووئيل: د طباعت او نشرياتو مركز د نندارتون د دې روانې دورې لپاره ګڼ شمير برنامې په نظر كښې لری چې په كلی توګه د مركز د نشر مكتوب او دارالكتابه په دوو برخو ويشلې كیږی.
دوی د دغه مركز لخوا د نندارتون د راتلونكو ورځو لپاره په نظر كښې نيول شويو برنامو ته اشاره وكړه او وئې وئيل: په سروزرو د ليكل شوی د نړۍ د ترټولو ستر قرآن نه پرده اوچتونه له هغو برنامو او پروګرامونو څخه دی چې د قرآن كريم د نشرولو او طباعت مركز د نندارتون د روځو لپاره په نظر كښې نيولې ده. 1065324