د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله خامنه ايی د تيلو په څير د ختميدونكو سر چينو د شمتنۍ توليد د ځان غولول وبلل او زياته ېې كړه د اومو تيلو او موادو خرڅول هغه دام دئ چې له انقلاب له وړاندې كلونو په ميراث پاتې شوئ دئ چې له بده مرغه هيوادپر ې اخته شوئ او بايد هڅه وشی چې د ايران ملت له دې ګرداوی نجات ومومی.
هغوی باور ميندنه ، د تيلو په څاګانو كې اختياری موقعيت جوړونه او همداراز د خامو تيلو او معدنی موادو د خرڅلاو بنديدا مهمه وبلله او ټينګار ېې وكړ دا ډول شرايطو ته رسيدا يواځې د اساسی پوهې د شركتونو له لارې او په علم په تكېې امكان لری .
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اساسی پوهې اقتصاد د هيواد او د هغه د پرمختګ لپاره اساسی او مهمه اړتيا وبلله او پر دې واقعيت ېې ټينګار وكړ چې په اوسنيو شرايطو كې له اقتصادی فشارونو د دښمن موخه د ايران د ملت د حقيقې ودې په وړاندې خنډونه جوړول ډی .
هماغه ډول چې حضرت آيت الله خامنه ايی د خپلې وينا په ترځ كې څرګنده كړه له اقتصادی فشارونو سره د مبارزې لار د مقاومتی اقتصاد په لاره اچول دی چې البته يو لړ الزامات هم لری چې په كې د خصوصی سكتور پياوړی كول ،له تيلو سره د دولت د تړل كيدا راكمول ،د مصرف د كچې مديريت ،له وخت ، سر چينو او امكاناتو تر هر څه ډيره ګټه اخيستنه او د پلان مطابق مخ په وړاندې حركت د ئ.
په همدې اساس په نړۍ كې علمی وده او د ثروت توليد د واقعی اقتصاد او په نړۍ كې د تل پاته اقتدار واقعی اساس او بنسټ دئ . دامؤلفه د ۲۱ پیړۍ د علم او ټينكنالوژۍ پر مدار د بیړنيو بدلونونو په چوكآت كې ډيره سخته او پيچلې ده ، چې د ملتونو په برخليك ټاكلو كې مستقيمه اغيزه لری .
په بل عبارت د پرمختګ تل پاتې كلۍ د هغو ملتونو په لاس كې دی چې حركت ېې د علم او موخه ايزې اولرليد لرونكې پوهې په پراختيا ولاړ وی . څرګنده ده چې له دې بیړنی حركت شاته پاتې كيدل په نړۍ كې د پوهې او علم دودې چټك حركت ته په پام سره ښايی دومره بيه ولری چې جبران به ېې كابو غير ممكن وی .
له همدې امله يواځنۍ پاته لار د علم او پوهې په مدار د پوهې د ودې او توليد لپاره پانګونه ده . په دې كې شك نه شته چې د ايران د ملت دوښمنانو د اسلامی انقلاب د برياليتوب له هماغه پيله له بيلابيلو اوزارونو په استفادې لكه د متخصصانو د ترور او د بنديزونو د لمنې د پراخولو له لارې هڅه وكړه چې د ايران ملت د خپل حقيقی پرمختګ له بهيره را وګرځوی . د ايران د ملت د توان او ځواك كم ، خو د استكبار د جبهې توان لوی ښودل د اسلامی ايران د علمی ودې او پرمختګ پر ضد دوه القايی او سياستی بهيرونه دی چې تل هڅه كوی د ايران ملت وروست او ستړئ وښيی او دې ته ېې وهڅوی چې په خپلو شميرنو كې بيا كتنه وكړی . په بيلابيلو مهمو علمی ډګرونو كې دريدا او پرمختګ لكه د سوله ايزو موخو په چوكاټ كې د اتومی پوهې پراخوالئ ،د دباوونو په وړاندې د ايران د ملت د دريدا مصداق دئ .
د ايران د ملت علمی باورونو وښوده چې د علم او پرمختګ لوړو كچو ته په رسيدا كې د ايران د ملت اراده پخه او هیڅ راز شاته تګ او دريدا په كې نه شته . په همدې حال كې پر نړۍ مسلط قدرتونه هڅه كوی د فشارونو په دوام سره د ايران اقتصاد په خپل ګمان دريدا او توقف ته اړ كړی .
د څارونكو په باور د سلطې د نظآم په وړاندې د ايران دريدا هغه واقعيت دئ چې سيمه ايز او نړيوال اغيز ېې درلودلئ او د سلطې نظام ېې له چلينج سره مخ كړئ خو له دې سره سره له دې انكار هم نه شو كولای چې له اوسنی حساس پړاو تيريدل د اقتصاد په څير په ټولو برخو كې مقاومت ، دريدا ،فكر ، او تدبير ته اړتيا لری . د انقلاب د معظم رهبر د روښانه تعبير له مخې حقيقی اقتصادی وده د علم او ټينكنالوژۍ له لارې د شتمنۍ توليد دئ .
1065516