د ايران د اسلامی جمهوريت د سرې مياشتې د طبی مركز د حج او عمرې مرستيال وليددنده بر د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې دغه ټكی ته په اشارې سره زياته كړه: د مكې مكرمې او مسجد شجره په لور له مدينې منورې نه د وروستی ايرانی زائر په وتلو سره په مدينه منوره كښې د هلال احمر د حج او زيارت د طبی مركز روغتيائی او درمليز خدمات پائې ته رسيدلی دی.
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې د سرې مياشتې د حج او زيارت د طبی مركز روغتيائی او درمليز فعاليتونه او خدمات مكې مكرمې ته د زيارت كونكو په تلو سره په مدينه منوره كښې پائې ته رسيدلی دی، ووئيل: زمونږ د همكارانو د غږملتياؤ اوتدابيرو په اساس په مدينه منوره كښې هیڅ كوم بستری بيمار نه دے پاتې او هغه ټول كسان چې په مدينه كښې رخصتيدو يا ايران ته د لیږل كيدو اړتيا ئې لرله، ختم شوی دی او هغه كسان چې د درمان دوام ته ئې ضرورت لرلے دے، مكې ته منتقل شوی دی څو له ښه كيدو نه پس د عمرې له فيض څخه برخور شی. 1066842