IQNA

مهدويت او د ولی عصر(عج) د منتظرانو وظايف په پاكستان كښې بيان شول

18:57 - July 31, 2012
د خبر لمبر: 2382335
د تفكر ډله: مهدويت او د ولی عصر(عج) د منتظرانو وظايف د پاكستان په پنجاب صوبه كښې په سيالكوټ نومی ښار كښې د دغه هيواد د شيعه جعفری غورځنګ لخوا ((د امام زمان(عج) منتظران)) په عنوان سره په يو سيمينار كښې د بحث او څیړنې وړ وګرځيدل.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د پاكستان دينی عالمانو او كارپوهانو د مهدويت او د حضرت ولی عصر يا امام زمان(عج) د وظايفو او دندو موضوع له تيرې جمعې نه د يكشنبې تر ورځو پورې د دريو ورځو په موده د بحث او څیړنې وړ وګرځوله.
په مهدويت پورې له اړوندو نورو مواردو څخه چې په دغه سيمينار كښې ورباندې بحث او څیړنه وشوه د امام زمان(ع) د انتظار، د منتظرانو د وظايفو او د هغوی د نړيوال حكومت په شان يوشمير موضوعاتو ته اشاره كوې شو.
دغه سيمينار په نوموړو ورځو كښې د سيالكوټ ښار د ګڼ شمير شيعه مسلمانانو په شتون سره ترسره شو. 1067088


captcha