د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امريكې چاپ صدای الوطن )) عربی ژبې ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د امام موسی صدر له تاليفاتو څخه ((د روژې اخلاق)) نومې كتاب د روژې د مباركې مياشتې له شروع كېدو سره په يو وخت د امريكې د مېشیګان صوبې په ديربورن نومې ښار كښې ((د امريكې د شمال د صدر د موسسو مينه وال )) نومې انجمن په همت سره تقسيم كړے شو.
د امام موسی صدر د روژې اخلاق نومې كتاب چې له پينځو زرو نه زياتې نسخې دی د ديربورن په جوماتونو كښې د رمضانيه پروګرامونو په ترڅ كښې د ماسپښين له نمانځۀ نه پس د مينه والو كښې تقسيمیږی.
د امريكې په شمال كښې د صدر د موسسو مينه وال نومې انجمن د عمومی تعلقاتو نمائنده راشد المصری څرګنده كړه: د دغه كتاب د وېشلو مقصد د اسلامی نړۍ د يو نامتو دينی عالم په توګه د امام موسی صدر د اثارو حفاظت او په يادګار پاتې كېدنه ده.
راشد المصری زياته كړه تر اوسه پورې د امام موسی صدر له څلوېښتو نه زيات كتابونه خپارۀ شوی دی.
المصری وويل: د نوموړی كتاب له چاپ او وېشلو نه بې له څه ځنډه وروسته د دغه كتاب خپرندويه موسسې په عربۍ او انګرېزۍ ژبو د بيا چاپ لپاره د خلقو لخوا درخواستونه ترلاسه كړی دی.
د يادونې ده د امريكې په شمال ښكې د مېشیګان صوبې ديربورن ښار د يو لكو ابادۍ دريمه برخه نفوس عرب مهاجر تشكيلوی.
1065833