د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV په نقل سره رپوټ وركړ، په ارزوم كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری مركز د روژې دمباركې مياشتې په مناسبت سره يو قرانی نندارتون جوړ كړے دے.
د قران شريف د تذهيب، خوشنويسۍ، مينياتورۍ، قلم وهلو او منبت كارۍ په زمينه كښې تقريباً سل اثرونه په دغه نندارتون كښې د نندارې لپاره اېښودې شوی دی.
په ارزروم كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری مركز به سبا د زمری دمياشتې په ١٢ نېټه هم د ايرانی او تركو قاريانو په شتون سره د قران شريف د قرائت د سياليو كوربا وی.
1068272