IQNA

د اسلامی تعاون تنظيم د برما له مسلمانانو سره د مرستو غوښتنه وكړه

21:31 - August 01, 2012
د خبر لمبر: 2383362
نړيواله ډله: داسلامی تعاون تنظيم د ټولې نړۍ له مسلمانانو څخه وغوښتل چې د برما په شمال لويدیځ كښې د اوروستيو تاوتريخوالو له قربانيانو سره دې سياسی، اقتصادی او بشردوستانه مرستې وكړې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د DAWN د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اسلامی تعاون عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو پرون د زمری د مياشتې په لسمه نېټه په يو اخباری كانفرنس كښې د دغې غوښتنې په بيانولو سره وويل: په برماكښې د مسلمانانو وضعيت په يوه انسانی غمېزې باندې بدل شوےدے خو د افسوس خبره ده چې نړيواله ټولنه او مسلمان هېوادونه په عامه توګه د هغو له مختلفو اړخونو څخه بې خبره ده.
هغۀ پخلے وكړ په دغه مقدسه مياشت كښې د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه غواړم چې د برماله مسلمانانو سره د مرستې لپاره دې له هیڅ كوشش څخه ډډه ونكړی.
احسان اوغلو وويل: له هغو زياترو مسلمانانو نه علاوه چې تر اوسه په دغه غميزه كښې قتل عام شوی دی په زرګونو نور هم بې كورنه او مهاجر شوی دی چې په فوری توګه د سرسيوری، خوراك او طبی مرستوته ضرورت لری . هغوی انسانی، مالی او سياسی مرستو ته اړمن دی.
د اسلامی تعاون تنظيم به د زمری د مياشتې په ١٣ نېټه دملېشيا په كوالالمپور كښې يو مشاورتی غونډه جوړوی چې د برما خلقو او هغو مهاجرو ته چې ګاونډی هېوادونو ته یې هجرت كړےدے د امداد رسونې لارې چارې وڅیړی
1068178
captcha