د العالم خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، عبدالمالك الحوثی د يمن د علماؤ په وروستۍ غونډه كښې چې وړمه ورځ په ((صعده)) ښار كښې ترسره شوه، څرګنده كړه: غرضی كسان هڅه كوی چې ايران د سيمې په كچه د دښمن په توګه معرفی كړی او تل د دغه هيواد پرخلاف دریځنيونه كوی او خلك د دغه هيواد پرخلاف راپاروی.
الحوثی ووئيل: دغه ډول تحركات په داسې حال كښې دی چې د مسلمانانو حقيقی دښمن صهيونسټی رژيم دے چې د فلسطين ولس او اسلامی امت ئې د خپلو حملو هدف ګرځولے دے او په استعماری او نيواكګرو اقداماتو او د بيت المقدس او مسجدالاقصی په نيولو سره ئې د مسلمانانو ارزښتونه په نښه كړی دی.
دۀ زياته كړه: ځينی كسان كوشش كوی چې د صهيونسټی رژيم او د هغۀ د ترټولو ستر ملاتړی يعنې امريكې په جنايتكارو اقداماتو باندې برغولے كیږدی خو څوك چې د دغو دوو رژيمونو سياستونه تعقيبوی په ډاګه پوهیږی چې هغوی اسلامی امت ته د ګوذار وركولو او د فرقه ايزو لانجو جوړول او د مسلمانانو ترمينځ د تفرقې رامينځته كول په خپله ايجنډا كښې لری. 1068493