د ايران دقرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په مصر كښې د ايران كلتوری سلاكار حجتالاسلام والمسلمين زمانی بیګا د اسلامی بيدارۍ د پیښو د څیړنې په غونډه كښې كومه چې د قرآن كريم د نندارتون په پوهنتونی برخه كښې ترسره شوه، د اسلامی بيدارۍ څپو ته په اشارې سره ووئيل: اوسنۍ اسلامی بيداری د بيدارۍ دويمه څپه ده او د بيدارۍ وړومبۍ څپه د اسلامی انقلاب په رامينځته كيدو سره تيره شوه او له هغو نه وروسته د انقلاب صادريدل پيل شول.
دۀ په دې بيان سره چې د حضرت مهدی(عج) ترحكومته پورې به د اسلامی بيدارۍ څلور څپې رامينځته شی، ووئيل: وړومبۍ څپه د عراق او افغانستان په دوو هيوادونو كښې شروع شوه، اسلامی انقلاب دغو دواړو هيوادونو ته صادر شو هغو هيوادونو ته چې د ايران د اسلامی انقلاب د نفوذ د مخنيوی لپاره پكښې امريكا مستقره شوې وه خو انقلاب د دغو دواړو هيوادونو د ولسونو په زړونو كښې ځائې ونيوۀ.
زمانی څرګنده كړه: عراق او افغانستان زمونږ د آئیډيالونو يوه برخه منلې ده او په دغو هيوادونو كښې جوړ شوی حكومتونه د بشپړې خپلواكۍ په لور روان دی او په دغو دواړو هيوادونو كښې د اسلامی احكامو يوه برخه عملی شوې ده.
دوی دريمې څپې ته په اشارې سره زياته كړه: په دغه څپه كښې څو هيوادونه په انتظار كښې دی او د ولسی پاڅونونو كتونكی به يو، اوس شايد ونكړې شو د هغو ټولو نومونه واخلو خو داسې شواهد شته چې د دغو هيوادونو اندازه ولګولې شی.
په مصر كښې د ايران كلتوری سلاكار د دغو شواهدو په بيانولو كښې ووئيل: په هر هيواد كښې چې اسلامی انقلاب محبوبيت لری او امام خمينی(رح) د هغه په خلكو كښې ډير زيات محبوبيت لری او يا ئې زمونږ د ارزښتونو زياته برخه منلې ده د اسلامی پاڅونونو په درشل كښې شتون لری.
دۀ د بيدارۍ څلورمه څپه د نړۍ په ټولو هيوادونو كښې د اسلامی څپې رامينځته كيدل وبلل او زياته ئې كړه: دا هغه څرګنده وعده ده چې په قرآن كښې راغلې ده او د ځمكې حكومت به د نړۍ د مستضعفانو په برخه شی. 1067824