IQNA

په انډونيشيا كښې د دينی فعاليتونو لپاره د يو ميليون روپو اختصاص

18:23 - August 02, 2012
د خبر لمبر: 2383774
د قرانی فعاليتونو ډله: د انډونيشيا د بانډونګ ښاروال د دغه ښار د دينی پروګرامونو او فعاليتونو لپاره يو ميليون اوۀ لكه نوی زره روپۍ مختص كړې.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د اېشيا د ختیځ او ختیځ جنوب د څانګې د رپوټ له مخې د باډونګ ښار ښاروال ډاډانګ محمد ناصر وويل: دغه پېسې به د اسلامی مدرسو ، جوماتونو او مصلو په اسلامی او قرانی فعاليتونو باندې خرچ كیږی.
هغۀ څرګنده كړه: هيله لرم چې ترسره شويو ملاتړونو ته په پام سره به دينی فعاليتونه په ډېر غوره ممكن شكل سره اجرا شی.
هغۀ زياته كړه هغه كسان چې د خداے د دين له پراختيا او ترويج سره چې يو ډېره غوره كار دے مرسته وكړی نو په خپل ژوند كښې به د خداے لخوا له ملاتړونو او مرستو څخه برخور شی.
هغۀ په اخېر كښې وويل: د دينی مراكزونو د فعاليتونو په ښه توګه اجرا له حكومتی ملاتړونو نه علاو ولسی مادی او معنوی مرستو او ملاتړونو ته هم اړتيا لری.
1065235
captcha