IQNA

18:21 - August 02, 2012
د خبر لمبر: 2383776

د عفوې نړيوال تنظيم د اماراتو د سياسی فعالانو د ازادۍ غوښتنه وكړه

نړيواله ډله: د خپلو غړيو په نېولو باندې د اصلاح نومې اسلامی پالې ډلې له اعتراض نه دوه ورځې پس د عفوې نړيول تنظيم د يوې بيانیې په جاری كولو سره په اماراتو كښې د مخالفانو ځپل په سختۍ سره وغندل او په فوری توګه د هغوی د ازادولو غوښتنه یې وكړه.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د french.moqawama د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د عفوې نړيوال تنظيم په دغه بيانيه كښې د متحده عرب اماراتو له چارواكو څخه غوښتی دی چې زر تر زره دې پنځوس سياسی فعالان له جېل څخه ازاد كړی او يا دې لږ تر لږ د هغوی عدالتی غونډه جوړه كړی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې متحده عرب اماراتو ته پكاردی چې د سوله ايز احتجاج كوونكو په خلاف دې خپل ځپونكی اقدامات ختم كړی او د ٣٥ سياسی فعالانو د قېد ځاے دې اعلان كړی.
د ګل په ورځ د زمری د مياشتې په نهمه نېټه د له اخوان المسلمين غورځنګ سره وابسته د اماراتو الاصلاح نومې اسلام پالې ډلې د دې په بيانولو سره له دغې ډلې سره وابسته يوڅلوېښت سياسی فعالان د اصلاحاتو د اجرا لپاره له حكومت څخه د غوښتنې په دليل جېل ته بوتلې شوی دی د هغوی د فوری ازادولو غوښتنه وكړه.
1068519
captcha