د تبريز ښاروال عليرضا نوين د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې دې ټكی ته په اشارې سره چې د مسلمانو محصلينو د قرآن كريم د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د ترسره كيدو د ځائې په توګه د تبريز ښار غوره كيدل، د دغه ښار د مسئولانو لپاره د يو خدمت توفيق دے، ووئيل: هر هغه كار چې په پرتمينه توګه د دغو مقابلو د ترسره كيدو لپاره بڼه ونيسی، پكار دی ووايو چې يو الهی توفيق ترلاسه شوے څو د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د وصيت په لاره كښې د خلكو د مختلفو پرګنو په تيره بيا د ځوانو محصلينو ترمينځ د قرآن او عترت رواجونكی شو.
دوی ووئيل: هره قرآنی برنامه كه هغه د مقابلو په چوكاټ كښې وی او كۀ په تعليمی دورو كښې، د دې لپاره دی چې د خدای كتاب چې فرامين ئې د مړو او مړاؤ زړونو ژوندی كونكی دی، د هغۀ په څرګندو او پټو اړخونو كښې معرفی شی. د ايران په اسلامی جمهوريت كښې د دغه ډول برنامو شمير په تيره بيا د اسلامی جمهوری نظام له ټينګيدو وروسته زيات شوے دے او په زندګۍ كښې د هغۀ د ژوندبخښونكو حكمونو عملی كولو ته پاملرنه د زياتو كسانو د پام وړ ګرځيدلې ده. دا يو توفيق دے او هركس چې پكښې يوه وړه برخه هم ولری پكار دی د دغه الهی توفيق پوجه ورته مباركی ووايو.
د تبريز ښاروال ووئيل: د دغو سياليو بهرنی ميلمانۀ چې ټول ځوانان دی، اسلامی بيدارۍ ته په پام سره كوې شی د اسلامی انقلاب پيغام نورو ته ورسوی، نو بس پكار دی چې د مقابلو له دې فرصت نه د دغو قرآنی ځوانانو د ذهن د بيدارولو او روښانه كولو لپاره كار واخستل شی. 1067490