د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له المنار ويب پاڼې یې نقلوی چې د اګست په لومړې نیټی د د حزب الله غورځنګ مشر ښاغلی سيد حسن نصرالله د اسلامی مقاومت د حـمايت لپاره جوړ بورډ په كليزې روژه ماتې پروګرام كې په خپل خطاب كې وويل چې په دې كې هیڅ شك نيشته چې اسراييلو ته په ميلادی كال 2000 كې مو بشپړه ماتې وكړې وه او د لبنان قوم په دې جنګ كې تاريخی بريا تر لاسه كړې وه. او بل خوا اسراييل په ذلت سره له لبنانی خاورې شاته تښتيدلې ؤ.
نو همدې لامله په دې اړه كوم بيان يا په دې حقيقت كې شك كول ليوانتوب دی.
ښاغلی حسن نصر الله زياته كړه چې همدا ډول په دې كې هم شك نيشته چې دا كاميابې د الله تعالی مرستی نه پس د مقاومت په لاس لبنانی قوم ته ملاو شوه چې پكښې نړيوالې ټولنې او عربی اتحادیې هیڅ ډول رول نه ؤ لوبولې.
1068925