IQNA

جنتی: د شام په خلاف دسيسې د صهيونسټانو د موجوديت د ساتلو لپاره دی

15:48 - August 03, 2012
د خبر لمبر: 2384173
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د شام په ضد لويدیځی او د سيمې د ځينو هيوادونو دباؤونه او دسيسې، د فلسطين له مقاومته په ملاتړ كې د دغه هيواد چورليزی رول او د صهونيسټ رژيم د موجوديت ساتل وبلل.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت ا... احمد جنتی نن د جمعی ورځې په خطبو كې د سورئې د حالاتو د خرابولو لپاره د لويدیځی او ځينو سيمه ايزو هيوادونو سپيرو دسيسو ته په اشارې سره ټينګار وكړ د دغه هيواد په مقابل كې له صفونو جوړوولو د دښمنانو اصلی موخه د مقاومت له جبهې د سورئې له ملاتړ سره مقابله او د اسرئيلو مخ په ځوړتيا رژيم د ژغورلو لپاره هڅه ده.
ښاغلی آيت الله احمد جنتی د هيوادونو په چارو كې لاسوهنه غير قانونی او د نه منلو كار وبلل او زياته ئې كړه امريكا عربستان، قطر او تركيه بايد د سورئې په چارو كې له لاسوهنې او د دغه هيواد په ضد غليمانه دریځونه ختم كړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همدا راز د ايران د ملت په ضد د لويدیځ د بنديزونو له امله د اقتصادی دباؤنو بې اغيزې كيدا ته په اشارې سره وويل ايرانيانو دغه سخت شرائط په ښه ډول درك كړی دی او په تل پاتې مقاومت سره تل پر مشكلاتو او چيلينجونو غلبه كوی او يو ځل بيا به دښمن پخپلو هر ډول دسيسو كې د تيرو درو ديرشو كلونو په څير له ماتو سره مخ شی.
1069566
captcha