IQNA

وړاندې مشكلات د محصيلينو د قران د سياليو د جوړولو ضرورت دوه چنده كوی

22:55 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385280
نړيواله ډله: نن دښمنان د اسلامی امت په وړاندې زيات مشكلات رامنځته كوی نو په دې بنياد د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو په شان د دينی او قرانی فعاليتونو او پروګرامونو اجرا له دغو مشكلاتو او خنډړونو سره د مخامخېدنې لپاره يوه ډېره ضروری چاره ده.
د تاتارستان قاری او مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو د څلورمې دورې د قرائت په څانګه كښې د دغه هېواد نمائنده زياد الله رحمان قل اف د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب د بيانولو په ترڅ كښې وويل: د قران شريف سيالۍ د اسلامی امت د وحدت او يووالی د ښودلو لپاره يو ډګر دے،يوداسې وحدت او يووالے چې كولې شی له قران شريف سره په تمسك سره د اسلامی امت كلتوری فعاليتونه او نور پروګرامونه د نړيوالو لپاره انځور كړی.
هغۀ څرګنده كړه، مسلمانان پكار دی يواځې د قرانی ايتونو په يادولو باندې تاكيد ونۀ لری بلكې د دغه الهی كتاب په تعليماتو باندې عمل ته هم پاملرنه وكړی. ځكه چې په ژوند كښې په قرانی تعليماتو باندې عمل زيات اهميت لری او كلتوری مسئولان په دې زمينه كښې ګټور او تاثير كوونكی پروګرامونه اجرا كولې شی.
زياد الله رحمان قل اف د دښمنانو د دسيسو او سازشونو په ناكامولو كښې د قران شريف د سياليو رول ته اشاره وكړه او وې ويل: نن دښمنان د اسلامی امت په وړاندې زيات مشكلات رامنځته كوی نو په دې بنياد د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د نړيوالو سياليو په شان د دينی او قرانی فعاليتونو او پروګرامونو اجرا له دغو مشكلاتو او خنډړونو سره د مخامخېدنې لپاره يوه ډېره ضروری چاره ده.
زياد الله رحمان قل اف په اخېر كښې د خصوصی قرانی فعاليتونو د اجرا په دليل د ايران د اسلامی جمهوريت د قدرونې په ترڅ كښې اميد څرګند كړ چې د مسئولانو په اهتمام سره د مسلمانو محصيلينو د قران شريف سيالۍ دې په دوو كالوكښې د يو ځل په ځاے هر كال جوړې شی.
1066372
captcha