IQNA

22:54 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385281

په تائيلېنډ كښې د وهابيانو له تبليغاتو سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد د شيعه او سنی ځوانانو كوشش

نړيواله ډله: د تائيلېنډ يو شمېر سنی او شيعه مسلمانو ځوانانو د سنی او شيعه ټولنو د اتحاديئ په نوم په نوم سره د يو تنظيم په جوړولو سره په دغه هېواد كښې د وهابيانو له تفرقه اچوونكو تبليغاتو سره مقابله پېل كړه.

د ايران د قرانی خبری اېجنسی (اېكنا) د رپوټ له مخې د قران شريف د شلم نندارتون د ملتونو د كلتور په برخه كښې د تائيلېنډ د سټال مسئول نی حمدان پوسا چې خپله د تائيلېنډ له شيعه مسلمانانو څخه دے د دې مطلب په بيانولو سره زياته كړه: د اېشيا د ختیځ په دغه هېوادكښې په دې وروستيو كلونو كښې د وهابيانو هلې ځلې زياتې شوی دی او له بده مرغه ځينې سنی وروڼه د وهابيانو د منفی تبليغاتو ترتاثير لاندې له شيعه مسلمانانو سره مناسب سلوك نۀ كوی.
پوسا څرګنده كړه: له دې امله له خپلو يو شمېر شيعه او سنی شافعی دوستانو په ملګرتيا سره د شيعه او سنی ټولنو د اتحادیې په نامه يو تنظيم جوړ كړ چې د وهابيانو د تبليغاتو په وړاندې ټينګ اودریږو او د مسلمانانو په تېره بيا د ځوانانو ترمېنځ اتحاد او يووالے مضبوط كړو.
هغۀ زياته كړه چې دې ته په پام سره چې مسلمانان د تائيلېنډ د ټولې ابادۍ ٩ فيصده دی او يو اقليت ګڼلې كیږی او د مسلمانانو او د بودائی اكثريت ترمېنځ يو لړ اختلافات موجود دی خو دغه اختلاف دومره زيات نۀ دی لكه څنګه چې په برما كښې دی. او حكومت مسلمانانو ته د جوماتونو، امام باړو د جوړولو او په ازادۍ سره د عبادت كولو اجازه وركوی.
هغۀ زياته كړه چې په دغه هېواد كښې د شيعه اوسنی مسلمانانو ترمېنځ هم ښۀ تعلقات برقرار دی خو چې په دې وروستيو كلونو كښې وهابيت په سنی وروڼوكښې كوم نفوذ كړے او د هغوی په عقائدو كښې یې ګډوډی راوستې ده د ځينوسنيانو په نزد د شيعه مسلماناو په خلاف بدګمانيانې پېدا شوی دی چې همدې چارې مونږ شيعه او سنی ځوانان دې ته جوړ كړو چې د وهابيانو له ناوړو او تفرقه اچوونكو تبليغاتو سره دمقابلې لپاره د شيعه سنی ټولنو د اتحادیې په نامه يو تنظيم جوړ كړو.
پوسا چې د قران شريف قاری دے او په جامعه المصطفی كښې د اسلامی تعليماتو او فقهې په څانګه كښې په درس ويلو بوخت دے وويل چې اراده لری چې په تائيلينډ كښې يو علميه حوزه جوړه كړی.
هغۀ په اخېر كښې د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا د قران د نړيوال نندارتو جوړول د قرانی فعاليتونو د معرفی كولو لپاره يو ډېر ګټور ګام وبالۀ د دې كار لپاره یې د اسلامی ايران له مسئولينو څخه زياته قدرونه وكړه.
1066908
captcha