IQNA

په سعودی كښې احتجاجونه دوام لری/ د قطيف په مظاهرو كښې د يو انقلابی ځوان شهادت

22:54 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385284
نړيواله ډله: د سياسی نېول شويو كسانو د ازادۍ لپاره په سعودی كښې احتجاجی مظاهرې او فعاليتونه دوام لری.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د العالم خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د مدينې منورې خلقو پرون د زمری دمياشتې په ١٣ نېټه د سعودی واكدارانو په خلاف په يولړ احتجاجی مظاهرو كښې د سياسی نيول شويو كسانو د ازادولو غوښتنه وكړه.
په دغو مظاهرو كښې ګډون كوونكو يو شمېر پلې كارډونه او بېنرونه اوچت كړی وو چې ورباندې یې د نيول شويو سړيو او ښځو نومونه ليكلی وو.
د سعودی عرب په قطيف شيعه مېشته ښار كښې هم د سعودی عرب د يو فعل محمد الشاخوری په ملاتړ كښې يو لړ مظاهرې وكړې. الشاخوری د امنيتی ځواكونوپه ډزو سره له زخمی كېدو نه پس ونيوے شو.
په قطيف كښې مظاهره كوونكو همدارنګ د بحرېن د بېرغونو په اوچتولو سره د دغه هېواد له خلقو او د برخليك د ټاكلو او له بحرېن څخه د سعودی غاصبو ځواكونو د وتلو لپاره د هغوی له مطالباتو څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
د يو بل رپوټ له مخې د سعودی عرب د كورنی د و چارو وزارت وياند منصور التركی وويل: د قطيف د تېرې شپې په مظاهرو كښې د دغې سيمې يو ځوان د سعودی ځواكونو په ډزو سره شهيد شو.
د سعودی عرب د المنظقه الشرقيه د شيعه مېشته سيمې په الصفود ښار كښې هم خلقو د يو لړ احتجاجی مظاهرو په جوړولو سره د سعودی عرب د دينی عالم شېخ نمر باقر النمر د فوری ازادۍ غوښتنه وكړه.
په داسې حال كښې چې د بشری حقوقو مدافعو سپږو نړيوالو تنظيمونو په سعودی عرب كښې د نيول شويو د عدالتی كاروائۍ په دوران كښې د شتنون غوښتنه كړې ده، له سعودی قېديانو څحه موندل شوی خطونه په دغه هېواد كښې د تقريباً دېرشو زرو سياسی قيديانو بيانوونكی دی.
1070301
captcha