د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الاهرام د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، عبدالقادر وړمه ورځ د زمری دمياشتې په ١٢ نېټه په يو اخباری كانفرنس كښې په دې باره كښې وويل: دغه سيالۍ د ګل په ورځ د زمری دمياشتې په ١٦ نېټه له مصر او د نړۍ له يو شپېتۀ هېوادونو څخه د ٨٧ سيالو په ګډون سره شروع كیږی.
هغۀ زياته كړه دغه نړيوالې سيالۍ د مصر د ولسمشر محمد مرسی په ملاتړ او د الازهر د اسلامی مركز په ملګرتيا سره جوړیږی او فعاليتونه به یې د روژې د مباركې مياشتې تر ٢٦ نېټې پورې دوام ومومی.
همدارنګ ټاكل شوې ده د كامياب شويو كسانو د قدرونې لپاره به يولړ مراسم جوړ شی او هغه انعامونه چې اندازه یې تقربياً شپږ لكه مصری جنيه لګولې شوې ده كاميابو كسانو ته وركړې كیږی او همدارنګ ځينې مصری تنظيمونه او ادارې به هم برترو كسانو ته تحفې او انعامونه وركوی.
1069518