د قران او حديث د پوهنځی د علمی ډلې غړی حجت الاسلام والمسلمين عباس پسنديده د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د روژې په مباركه مياشت كښې د جرائمو او حوادثو د اندازې د كمېدو د دلائلو په بيانولو او تشريح كولو كښې په دې حقله د تقوا او صبر او زغم كردار ته اشاره وكړه او زياته كړه: د كاميابۍ يو عامل چې انسانان ورته په ژوند كښې زيات ضرورت لری د تقوا مسئله ده او هر كله چې دا مهم زيات شی نو په طبيعی توګه د خلقو تقوا هم له جرائمو سره په مخامخېدنه كښې زياتوالے پېدا كوی.
هغۀ وويل: د روژې مباركه مياشت د وسوسو په مقابل كښې د انسان د طاقت په مضبوطولو سره د انسان د تقوا او د نفس د كنټرول له زياتولو سره سره په معاشره كښې د جرم او ورانكارۍ ته د ګروهنې د اندازې د كمی سبب كیږی.
هغۀ د دې په بيانولو سره چې د رمضان له مباركې مياشتې نه پس هم پكار دی په جدی توګه دځان خيال وساتلې شی، له دې مياشتې نه پس هم پكار نۀ دی چې انسان داسې وی چې د خپل ځان له كنټرولو او مراقبت كولو نه د لاس په اخېستلو سره په يو ځل لويه سرمايه له لاسه وركړو.
1064110