IQNA

د اسلامی او امريكائی روابطو شورا د برما له مسلمانانو څخه د ملاتړغوښتنه

22:55 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385311
نړيواله ډله: د اسلامی – امريكائی روابطو شورا د برما او بنګلادېش حكومتونو ته د خطونو په لیږلو سره د برما د مسلمانانو ملاتړ چې د قومی تشدد او شكنجو له نوې څپې سره مخامخ دی غوښتنه وكړه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CAIR د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د اسلامی –امريكائی تعلقاتو شورا همدارنګ له نړيوالې ټولنې وغوښتل په برما كښې د يو ميليون مسلمانانو او بنګلادېش ته د برمائی كډوالو د دردونو او رنځونو د كمولو لپاره اقدام وكړی.
د بشری حقوقو څارونكی نړيوال تنظيم د وروستی رپوټ له مخې د برما پوليسو له تېرو دوو مياشتو نه تر اوسه پورې د دغه ملك د مسلمانانو په خلاف د قتل او وحشيانه وژلې يوه نوې څپه شروع كړې ده چې د هغې په وجه زياتره برمائی مسلمانان قتل عام او او له يو لكو نه زيات بې كوره شول او د سر سيوری، خوراك او طبی مرستو ته زيات ضرورت لری.
په دې مېنځومان كښې د برما ولسمشر تين سين ويلی دی چې د دې جنګ جګړو د ختمولو يواځېنۍ حل لاره د برمائی مسلمانانو نورو ملكونو ته لېږل دی.
د دې باوجود چې كله د برما مسلمانان همسايه هېواد بنګلادېش ته د هجرت اراده وكړی نو بيا هم له دښمنۍ او بنګلادېش ته د داخلېدو له نه اجازت سره مخامخ كیږی. د بنګلادېش چارواكو د نړيوالې مرستې اېجنسيانو ته ويلې دی چې د برما مسلمانانو ته بنګلادېش ته د ورتللو اجازت ورنكړی.
1070480
captcha