د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امريكې دڅانګې د رپوټ له مخې د مسلمانانو د ايجاداتو د معرفی كولو لپاره دغه نندارتون د زيارت په ورځ د زمری دمياشتې له نهمې نېټې نه شروع شوے دے او تر سبا د ايتوار تر ورځې د زمری مياشتې تر دولسمې نېټې پورې به دوام ولری.
په دغه نندارتون كښې په اومې ميلادی پېړۍ كښې د نړۍ د تاريخ له تيارو زمانو څخه د رنسانس تر دورې پورې د مسلمانانو اثار او ايجادات د نندارې لپاره اېښودې شوی دی ځكه چې د مسيحيت په دنيا كښې دغه د ورستو پاتې والی د تاريخ دوره په اسلامی نړۍ كښې د خلاقيت له چاودنې سره په يو وخت وه او په دغه دوره كښې د مسلمانانو د پرمختګونو لمن له سپېن څخه تر چين پورې خوره شوې وه او په دغو زمانو كښې د مسلمانانو ترمنېځ په سائېنس ، رياضۍ ، نجوم او طب كښې ترقی خپل لوړ حد ته رسېدلې وه.
د دغه نندارتون محتويات د ١٠٠١ ايجادات ترعنوان لاندې د د ٣٧٦ مخونو د يو كتاب په قالب كښې خپارۀ شوی دی.
د ويلو ده چې دغه نندارتون په تېرو كلونو كښې د برطانيه او تركيه هېوادونو كښې جوړ شوی وو.
1069274