د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، په ميكسيكو او آسټريليا كښې د ايران پخوانی سفير او د بين المللی مسائلو لوړرتبه كارپوه محمدحسن قديری ابيانه بیګا د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د ((لاره موندونكو)) په برخه كښې په لويدیځ كښې د اسلام د مبين دين د تبليغ د وضعيت د څیړلو په ترڅ كښې د ایډورډ اينلی د يوشمير خاطراتو او په لويدیځ كښې د خپلو تبليغی فعاليتونو په بيانولو لاس پورې كړ.
دوی په خپلو ويناؤ كښې د امريكې د ګاونډيو هيوادونو موقعيت او شرايطو ته په اشارې سره څرګنده كړه: په امريكا كښې د اسلام او ايران پرخلاف زيات تبليغات كیږی او ډير ستر دروغ وئيل كیږی او په همدې اساس د امريكې ګاونډی هيوادونه هم د داشان ناوړو تبليغاتو له امله اسلام ته كوم مثبت ليد نلری.
محمدحسن قديری ابيانه په انجيل كښې شويو تحريفونو او د مسيحيت باورونو ته په اشارې سره ووئيل: په مسيحيت او هغه انجيل كښې چې د عيسايانو په واك كښې دے، تحريفونه شوی او داسې غيرواقعی مطالب پكښې مطرح شوی دی چې عيسايان مجبور دی د دين سره په مخامخيدنه كښې له عقل نه كار اخستل پریږدی او عقل د ايمان ترټولو ستر دښمن معرفی كوی.
دوی همداراز څرګنده كړه: البته په عيسايانو كښې د اسلام د ترويج ترټولو ستر خنډ د نړۍ په رسنيو باندې د صهيونزم واكمنی او د هغوی پراخ تبليغات دی چې ځانونه د عيسائيت ملګری او دوستان معرفی كوی او بلې خوا ته ئې مسلمانان د مسيحيت دښمنان ورپيژندلی دی په داسې حال كښې چې د عيسائيت په نسبت د يهوديانو د ليد معرفی كولو او ورپيژندل يهوديان يوازې پریښودې شی. 1069956