د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې د ايران د حج او زيارت د سازمان رئيس حجتالاسلام والمسلمين سيد احمد موسوی د خبريالانو په ټول كښې د حج تمتع د ترسره كونكو د شمير په هكله كوم چې سږ كال عربستان ته لیږدول كیږی، اعلان وكړ: تراوسه د عربستان د حكومت سره د مذاكرې او خبرواترو په حال كښې يو او د دغو مذاكراتو نتايج به د روژې دمباركې مياشتې نه پس اعلان شی.
دوی زياته كړه: عربستان تير كال اعلان كړے وو چې د اسلامی كانفرنس د سازمان د مصوبې په اساس به د هرهيواد د زرو تنو نفوسو په سر دغه هيواد ته د حج تمتع لپاره د يوكس ونډه وركوله كیږی چې په دې اساس د ايران د ونډې شمير تقريبا ٧٣زره كسان كيدۀ او د ايران د غيرمسلمو نفوسو په كسرولو سره چې بيا وروسته اعلان شو، ايران ته ٧٥زره تنه ونډه وركړې شوه خو په حاضر حال كښې د مذاكرې په حال كښې يو چې دغه شمير هم زيات كړو.
1070068