IQNA

د ايران لپاره د حج په ونډه كښې د ديرشوزرو كسانو د زياتوالی غوښتنه

23:42 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385363
ټولنيزه ډله: د ايران حج او زيارت سازمان رئيس دې ټكی ته په اشارې سره چې سعودی عربستان د روان كال د حج تمتع لپاره ايران ته د ٧٥زرو كسانو ونډه وركړې ده، د ايران د ونډې د زياتولو لپاره د مذاكراتو د دوام موندلو خبر وركړ او اعلان ئې وكړ: د رمضان د مباركې مياشتې نه وروسته به د دغو مذاكراتو نتايج اعلان شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې د ايران د حج او زيارت د سازمان رئيس حجت‌الاسلام والمسلمين سيد احمد موسوی د خبريالانو په ټول كښې د حج تمتع د ترسره كونكو د شمير په هكله كوم چې سږ كال عربستان ته لیږدول كیږی، اعلان وكړ: تراوسه د عربستان د حكومت سره د مذاكرې او خبرواترو په حال كښې يو او د دغو مذاكراتو نتايج به د روژې دمباركې مياشتې نه پس اعلان شی.
دوی زياته كړه: عربستان تير كال اعلان كړے وو چې د اسلامی كانفرنس د سازمان د مصوبې په اساس به د هرهيواد د زرو تنو نفوسو په سر دغه هيواد ته د حج تمتع لپاره د يوكس ونډه وركوله كیږی چې په دې اساس د ايران د ونډې شمير تقريبا ٧٣زره كسان كيدۀ او د ايران د غيرمسلمو نفوسو په كسرولو سره چې بيا وروسته اعلان شو، ايران ته ٧٥زره تنه ونډه وركړې شوه خو په حاضر حال كښې د مذاكرې په حال كښې يو چې دغه شمير هم زيات كړو.
1070068


captcha