IQNA

د قران په نړيوال نندارتون كښې د نړۍ د ترټولو وړوكی قران شريف مخكتنه

21:24 - August 05, 2012
د خبر لمبر: 2386228
نړيواله ډله: د اوۀ ملی میټرو په اندازه د نړۍ د تر ټولو وړوكے قران شريف مخكتنه وړمه شپه د زمری د مياشتې په ١٣ نېټه د قران شريف په شلم نړيوال نندارتون كښې په يوه غونډه كښې وشوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د قران شريف د نړيوال نندارتون له ځاے يعنې د امام خمينی (رح) نومې مصلې څخه رپوټ وركړ، د دغه مېكروسكوپی قران شريف مخكتنه وړمه شپه په يوه غونډه كښې د ارواښاد فلسفی او مورخ علی دوانی د زوے استاذ محمد دوانی، د ايران ډاكټر او د نړۍ د ترټولو وړوكی قران شريف موجد روح الله شريفی په شتون سره د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون په پوهنتونی برخه كښې ترسره شوه.
دغه ډېر وړوكے قران شريف د طبی علومو د پوهنتونو د مدرس او د موجدينو د تنظيم د غړی روح الله شريفی لخوا برابر كړې شوے او وړاندې كړے شوے دی.
هغۀ د نړۍ د دغه ترټولو وړوكی قران شريف اندازه اوۀ ملی میټره وبلله او زياته یې كړه: دغه كتاب ٦٣٣ مخونه لری د لېزری بمبارۍ په ټېكنالوجۍ سره چې دنړۍ يوه مطرحه او نوې ټېكنالوجی ده سيليكون په يوه لايه باندې ليكل شوےدے.
شريفی وويل: د قران شريف دغه نسخه چې قطر یې درې مېكرونه دے او ايتونه یې په مېكروسكوپ سره تلاوت كېدې شی د څوارلسو مياشتو له كوشش نه پس او له لېزری ټېكنالوجۍ څخه په استفادې سره برابر كړې شوې ده. او دې قران شريف د عېسائيانو او يهوديانو د ترټولو وړوكی مقدس كتابونو ريكاټ مات كړ.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې دا قران شريف د نړۍ ټولو مسلمانانو ته يوه ډالۍ ته په اخېر كښې وويل: يوه بله ډالۍ هم د برابرېدو په حال كښې ده او هغه په ٩٣٢مخونو كښې د نهج البلاغې په درېو ژبو يعنې انګرېزۍ، فارسۍ او عربۍ كښې تدوين دے چې اندازه یې يوازې يو ملی میټر او خط یې د مېكرون په لسو كښې درېمه برخه ده چې په ټوله دنيا كښې به ترټولو وړوكے كتاب وګڼلے شی او يوازې په مېكرو سكوپ سره به لوستل كېدې شی.
د يادونې ده چې د نړۍ دغه ترټولو وړوكے قران شريف له مخكتنې نه پس په نندارتون كښې د عامه خلقو د نندارې لپاره اېښودے شوے دے.
1069869
captcha