IQNA

د قران په نندارتون كښې وړومبنے مكمل رنګين قران

21:25 - August 05, 2012
د خبر لمبر: 2386229
نړيواله ډله: د وړومبنی مكمل رنګين قران چې د مصطفی بشارت مند لخوا طراحی شوے دے درې دېرش مخونه د قران شريف د په نړيوال نندارتون كښې اېښودې شوی دی.
هنرمند او نقاش مصطفی بشارتمند د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې هغه قران شريف ته په شارې سره چې د طراحۍ او چاپ په حال كښې دے وويل: دغه قران شريف چې ټول مخونه مكمل رنګين او په 100× 70 سائيز سره طرآحی شوے دے او تر اوسه یې ٣٣ مخونه طراحی شوی دی په كامله توګه د لاس رنګ په ذريعې سره رنګين كړے شوے دے.
هغۀ د دغه قران شريف د كار روش او نورو خصوصيتونو ته په اشارې سره وويل: د دغه قران شريف د هر مخ رنګ له نورو مخونو څخه متفاوت دے او دا كار په وړومبی ځل په دنيا كښې شوے دے.
دغه هنرمند په دوام كښې وويل: ټاكل شوې ده د ټولو مخونو د طراحۍ او رنګ نه پس به دغه قران چې ٦٠٤ مخونه لری د امام رضا (ع) ميوزيم ته ډالۍ كړې شی او له هغې نه پس به د خپرندويه موسسو په همكارۍ سره په مختلفو قطعو كښې چاپ شی.
هغۀ زياته كړه چې په قران شريف كښې خداے پاك په ٩ مباركو سورتونو كښې د رنګ په حقله خبرې فرمايلې دی او په دغو مباركو ايتونو كښې اصلی رنګونه بيان شوی دی چې د قران شريف دا طرح هم د دغو مباركو ايتونو په بنياد ترسره شوې ده.
1071145
captcha