د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د محصلينو او عامه خلكو دغه راغونډيدنه د ميانمار د حكومت لخوا د دغه هيواد د مسلمانانو په وژله او په وړاندې ئې د بين المللی ټولنو په چپتيا باندې په اعتراض كښې ترسره شوه.
په دغه تجمع كښې د اسلامی آزاد پوهنتون محصلينو او استاذانو د خلكو د مختلفو پرګنو سره يوځائې خپل اعتراض د بين المللی سازمانونو غوږونو ته ورسوۀ.
د وئيلو ده چې د ميانمار يا برما حكومت د امريكې په شين څراغ سره له تيرو څو مياشتو راهيسې پدې پلمه مسلمانان وژنی چې د دغه هيواد د مسلمانانو يوه برخه ميانماری نه ده. 1071463