د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ايران خارجه وزير علی اكبر صالحی وړمه شپه د قطر د وزيراعظم او خارجه وزير شيخ حمدبن جاسم آل ثانی سره په ټيليفونی رابطه كښې د سورئې په شمول د سيمې د بدلونونو په هكله خبرې اترې وكړې.
د ايران د بهرنيو چارو وزير په دغو ټيليفونی خبرو كښې د قطر له حكومته وغوښتل چې په سوريه كښې د ايرانی تښتول شويو زيارت كونكو د آزادولو لپاره دې خپل ټول توان وكاروی.
د قطر د بهرنيو چارو وزير هم په دغه ټيليفونی اړيكه كښې ژمنه وكړه چې د دغې موضوع د څیړنې په ترڅ كښې به ژرترژره خپل پوره پوره كوشش وكړی. 1071222