د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په خارجه وزارت كښې يو باخبره چارواكی په سوريه كښې د تښتولو شويو ايرانی زيارت كونكو د پوځی توب په هكله د ځينو عربی رسنيو لخوا خپاره شوی خبرونه رد كړل كوم چې له دغو زائرينو څخه د ناوړې ګټې اوچتونې په موخه ترويجیږی.
دغه باخبر چارواكی په دوام كښې زياته كړه: د زيارت كونكو د ګاډی په درولو او د خدای لټونكو او د اهل بيتو(ع) د بارګاه د زيارت كونكو مومنانو د تښتولو په موضوع كښې له داشان حربې نه كار اخستل اعتبار او قانونی حيثيت نلری او د دغه ډول رسنيو د مسئوليت نه مننې او عدم تعهد له امله دی. 1072272